امنیت

په نيمروز کې دنشه يي توکو ترلاسه کول .

کابل باختر د ليندي  څلورمه :
دنيمروز ولايت  پوليسو پرون په دغه ولايت کې پنځه ويشت کيلوګرامه اپين کشف او ضبط  کړل .
دنيمروز ولايت  دامنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې  مدير پرويز د باختراژانس خبريال ته وويل: پوليسو په زرنج ښار کې له يوه موټرسايکل څخه پنځه ويشت کيلوګرامه اپين کشف اوضبط کړل .
  يوه اړونده خبرځاى وويل  چې دموټرسايکل چلوونکي دتيښتې  نيت  درلود خو دزرنج  ښار په مربوطاتو کې ونيول شو او له ده څخه دپوليسو پوښتنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته