کابل باختر د ليندي څلورمه :
دنيمروز ولايت پوليسو پرون په دغه ولايت کې پنځه ويشت کيلوګرامه اپين کشف او ضبط کړل .
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې مدير پرويز د باختراژانس خبريال ته وويل: پوليسو په زرنج ښار کې له يوه موټرسايکل څخه پنځه ويشت کيلوګرامه اپين کشف اوضبط کړل .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دموټرسايکل چلوونکي دتيښتې نيت درلود خو دزرنج ښار په مربوطاتو کې ونيول شو او له ده څخه دپوليسو پوښتنې پيل شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ