کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١
يو ماشوم پرون په فارياب ولايت کې د ماين د چاودنې له امله شهيد او څلور تنه نور ماشومان ټپيان شول.
د فارياب د ولايتي شورا رييس محمد طاهر رحماني د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ماشومان چې د پښتون کوټ ولسوالۍ د کله شاخ په سيمه کې دخپلو څاريو په پيولو بوخت وو؛ د طالبانو له خوا په ښخ کړى شوي ماين وختل چې د چاودنې له امله يې يو ماشوم شهيد او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: د دوو تنو ټپي ماشومانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.