امنیت

خلک : خلک دې د دښمن ماټوونکو ځوانانو په قدر پوه شي .

-کابل باختر د تلي  دويمه :
کابل ښاريان دنيکمرغه لوى اختر په ورځوکې  دکابل ښار او داړوندو ولسواليو دامنيت په تامينولوکې  دامنيتي ځواکونو نه ستړي کيدونکي  هلې ځلې وستايلې .  د باختراژانس دخبريالانو دخبر له مخې ،  کابل ښاريانو  دنيکمرغه لوى اختر  لومړى ورځ  په کابل ښار کې په ډاډمنه امنيتي فضا کې پيل کړه او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه يې  دافغانستان دخلکو  دډول ډول دښمنانو په وړاندې  دهيواد دامنيتي ځواکونو دلازياتو برياليتوبونو هيله وکړه .   دوى  دهيواد  دامنيتي او دفاعي ځواکونو دمنسوبينو دهڅو او هاند له امله دمننې او قدرداني  په  څرګندولو سره  طرحه کوله  که چيرې  زموږ دهيواد او نظام پرخلاف  بهرنۍ توطيې  نه واي نن ورځ  به  دهيواد  دوسله والو ځواکونو منسوبينو دنيکمرغه لوى اختر  شپې اوورځې په خپلو قرارګاو او قطعاتو کې  تيرولي  خو ددښمنانو دهمدغو توطيو او دسيسو له امله دي  چې دهيواد  رښتيني بچيان د ښار او ولسواليو واټونو  او کوڅو ته  راوتلي دي  چې پرې نه ږدي دخلکو دښمنانو خپلو وګړنۍ ضد او ورانکارو هدفونو ته  ورسيږي . دکابل ښار يو اوسيدونکي  عبدالاکبر  چې ازاد  کسب لري او له خپلې کورنۍ سره  داختر مبارکي  لپاره  دخپلو خپلوانو کورونو ته  روان و ، وويل  دافغانستان ملت بايد  دهيواد  ددغو رښتينو بچيانو په پياوړو مټو ووياړي .
ده زياته کړه  که چيرې دغه اتلان نه وي دخلکو دښمنان  هم  اختر په خلکو په غم بدلوي .
  شکيلا  چې د يوه خصوصي پوهنتون  محصله ده  وويل  زموږ دهيواد او خلکو پرخلاف  د توطيو او دسيسو  اړخونه پراخ دي .
  ددې دڅرګندونوله مخې  دا وسله وال  ځواکونه دي  چې دغه توطيې  په نطفه کې شنډوي او خلکو ته  دارامي او سوکالي  زمينه برابروي .
  دې وويل  په هرڅلور لارې او واټ کې يې دوسله وال پوځ منسوبين ليدلي دي  چې د ليږدونکو وسايطو  په لټولو او دامنيت په تامينولو بوخت دي . 
دوى له خپلو کورونو بچيانو او ميرمنو څخه لري  دخلکو دارامي  دتامينولو لپاره  شپې او ورځې سبا کوي  .
دې تينګار وکړ چې خلک بايد  ددښمن ماټوونکو  ځوانانو په قدر  پوه شي .
  په هدې ترتيب  يو بل هيوادوال  چې دباختراژانس  له خبريال سره يې خبر ې کولې  دوسله وال پوځ  له منسوبينو څخه يې  ډيره مننه او قدرداني وکړه او هيله يې وکړه چې تل  داخترونو  په شان  په هيواد کې جدي  امنيتي تدبيرونه  ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته