امنیت

د کابل په ختيځ او لويديځ کې الکترونيکي دروازې درول کيږي

کابل  باختر دکب دمياشتې ٢٥:
د ښاري ترانسپورت د ملي کميټې په غونډه کې چې نن د اصلاحاتو او ښې  حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رئيس د فوق العاده استازي او د دغې کميټې د رئيس په مشرۍ جوړه شوه، په کابل  ښارکې د هميشني ترانسپورت د طرحې  او د الکترونيکي دروازو د جوړولو دکار دڅرنګوالي اوپه هغوکې دکمرو د ځاى پرځاى  کولو په باب خبرې وشوې.
باختر آژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي چې دترانسپورت وزارت سلاکار عبدالله حبيب زي وويل چې د ښاري شنه ترانسپورت پاليسي د کميټې د غړو ادارو له خوا څيړل شوې او دغه راز په کابل ښارکې د هميشني ترانسپورت د طرحې په باب يې وويل چې دغه طرحه کولاى شي په لنډ وخت کې د ترانسپورت په برخه کې زيات عملي اقدامات ترسره کړي.
ده زياته کړه چې په کابل ښارکې د هميشني ترانسپورت په طرحه کې به  دترانسپورت داغيزمن ښه والي پروژه شامله وي چې کابل ښاروالي د نړيوال بانک په مالي همکارۍ دکابل ښار د ترانسپورت د اغيزمنتوب دښه والي لپاره ترسره کوي؛ خو دې ته اړتيا ده چې دغه پروژه له هغه مشورتي بورد سره چې يو شمېر ادارې يې  غړي دي، شريکه شي .
په غونډه کې دښاري شنه ترانسپورت پاليسي اوپه کابل ښارکې دهميشني ترانسپورت  طرحه بشپړې او د کميټې له خوا تصويب شوې او پريکړه وشوه چې  پاليسي او د دغې طرحې ضميمه  دکابل ښار دهميشني ترانسپورت له طرحې سره يو ځاى  دکابينې دتائيد په موخه وليږل شي .
دغه راز دترانسپورت وزارت معين په غونډه کې دکابل له ختيځې الکترونيکي دروازې څخه د ګټې اخيستنې خبر ورکړ او ويې ويل چې ټاکل شوې ده په ډير لنډ ممکن وخت کې د کابل  د لويديځ  د الکترونيکي دروازې کار هم پيل شي .
د ترانسپورت وزارت د مسوولينو د څرګندونوله مخې: دغه دروازې کيداى شي  د امنيت د تامينولو، د عوايدو د راټولو  او د وسايطو د تخنيکي چک په خاطر  اغيزمنتوب ولري.
د جمهور رئيس فوق العاده استازي د کميټې د غړو د کاري رپوټ له اوريد وروسته څرګنده کړه: د ترانسپورت په برخه کې هرکار چې ترسره کيږي؛ بايد د ترانسپورت د ملي پاليسۍ د محتوا زيږنده وي چې وکولاى شو په راتلوونکي کې   له جدي ستونزوسره مخامخ نه شو او کوچني پلانونه هم له هغې سره  سم  جوړ کړاى شي .
د جمهوررئيس فوق العاده استازي زياته کړه: د ښاري شنه ترانسپورت له ملي پاليسۍ څخه استفاده کيداى شي په ترانسپورتي مسئلوکې د عملي کارونو د ترسره کولو په لاره کې زيات اغيزمنتوب ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته