ټولنه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتيا !

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٧ :
د ارشاد، حج  او اوقافو وزارت خبرتيا !
د وخت ضيقوالي او د روان کال د حج د غوښتوونکو د سفر د وخت نږدې کيدو ته په پاملرنې سره چې ټاکل شوې ده د دغې خبرتيا له خپريدو څخه کابو پنځلس ورځې وروسته، د ١٣٩٦ کال د زمري د مياشتې په دويمه نيټه الوتنې پيل شي، له دې امله د حج  هغو ټولو غوښتوونکو ته چې مخکې له مخکې د تثبيت شوي  نوبت له مخې د روان کال د حج په بهيرکې تنظيم شوي او هم هغو ټولو ادارو او محترمو مراجعو ته چې د استثنايي ونډې لري، په تېره بيا ملي شورا، ولايتي شوراګانو او د شهيدانو وارثانو او نورو ته دغه مراتب ابلاغيږي :
١_ د روان کال د حج هغه ټول غوښتوونکي چې له نوبت سره سم يې خپل بايمتريک پړاوونه بشپړ کړي او تر اوسه پورې د حج د لګښتونو د پيسو د دويم قسط د تحويلولو لپاره مراجعه نه ده کړې، په راتلوونکو لسو ورځوکې دې د ټاکل شويو لګښتونو د دويم قسط د تحويلولو لپاره مرکز او اړوندو ولايتونو ته مراجعه کړي.
٢_   هغه ټولې ادارې، مراجع او اشخاص چې استثينايي ونډې لري، د حج خپل غوښتوونکي دې له ټاکلې ونډې سره سم په راتلوونکو پنځلسو ورځوکې د سندونو د پړاوونو د بشپړولو او د خپلو دواړو قسطونو د لګښتونو د پيسو د تحويلولو لپاره په مرکز کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته معرفي کړي.
د ځنډ په صورت کې د وخت د ضايع کيدو د مخنيوي لپاره د دوى د ونډې په بدل کې به له نافذ طرزالعمل سره سم نورکسان تنظيم شي او بيا به د شکايت حق ونلري.
٣_ هغه حاجيان چې د خپلو لګښتونو دواړه قسطونه يې په بانک کې تحويل کړي دي، د حج د مناسکو د نظري او عملي زده کړې لپاره دې هغو مرکزونو ته  چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اړ وندو رياستونوله خوا په مرکز او ولايتونوکې ټاکل شوي دي، مخکې له مخې له طرحه شوي پروګرام سره سم مراجعه  وکړي او خپل لوست ته دې دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته