سیاست

اکسپرس تريبيون : دکابل دحکومت او طالبانو ترمنڅ خبرې پيليږي .

کابل باختر دکب يو ويشتمه :
يوې پاکستاني ورځپاڼې  له طالبانو سره دافغانستان دحکومت دنږدې  راتلوونکو خبرو خبر ورکړى دى .
باختراژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ چې داکسپرس تريبيون ورځپاڼې  ليکلي دي چې دپاکستان دحکومت دهڅو او هاند له امله  په ډير لنډ ممکن وخت کې دافغانستان دحکومت او طالبانو ترمنځ دسولې خبرې پيليږي .
داکسپرس تريبيون  ورځپاڼې  دپاکستاني مقاماتو له خولې ليکلي دي چې دافغانستان دحکومت او طالبانو ترمنځ اړيکې له څه مودې راپديخوا پيل شوي دي . خو ددواړو لوراستازي  به دلومړي ځل لپاره دخبرو يوه ميز ته کښيني .
داپه داسې حال کې ده چې تراوسه پورې دافغانستان ددولت مقاماتو د سولې دخبرو دپيل او دخبرو دبهير دڅرنګوالي  او هم دمرکچي لورو دترکيب په باب څه نه دي ويلي خو ځينو بهرنيو رسنيو دحقاني له شبکې او دګلبدين  حکمتيار  له اسلامي ګوند سره دخبرو لپاره له طالبانو سره دخبرو ترڅنګ  دافغانستان دټينګار او غوښتنې خبر ورکړى دى .
دملي وحدت دحکومت  دمشرانو په تيره بيا دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني  په هيواد کې دسولې په موضوع باندې ټينګار کوي او په دې لاره کې هڅو ته يې په خپل کاري لومړيتوب کې ځاى ورکړى دى . او دافغانستان داسلامي جمهوريت دنظام دغه سياست دافغانستان دخلکو او دنړيوالې ټولنې دملاتړ او هرکلي وړ ګرځيدلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته