سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پيغام .

کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس حامدکرزي پيغام .
په ډيرې خواشينۍ  سره خبر شوم چې دهيواد دملي اردو يوپخواني افسر سکندر خان دورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي .
ارواښاد سکندر خان ډيرکلونه د هيواد دوسله والو قواوو په ليکو کې خدمت وکړ او له دې لارې يې  وطن ته خدمت وکړ  مړينه يې يوه ضايعه ده .
دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ ، دوستانو او دکونړ ولايت خلکو ته وړاندې کوم الله تعالى دې دى وبخشي اوکورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته