خبرونهټولنه

په فارياب کې ۳۰۰کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر
د کليو بيارغوني او پراختيا وزارت په فارياب کې د اوبو رسولو یوې شبکې د ګټې اخيستنې خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او څارنې لاندې، د (ان آر سي) دفتر په مالي ملاتړ د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په قلیچي کلي کې د ۷۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په یاده شبکه کې د ۱۳۰ مترو په ژوروالي يوه ژوره څاه، د ۲۳ متر مکعب په وړتیا ارتفاعي ذخیره، ۱۷سولري تختې، د ۴،۳ کیلومترو په اوږدوالي پایپ غځول او د احاطوي دیوالونو جوړول شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې د یادې شبکې په بشپړېدو سره د دغه کلي ۳۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته