ټولنه

په هرات کې د دوو پرمختيايي پروژو کار بشپړ شو

کابل/ د سلواغې٢٠مه/ باختر
په هرات کې دوه پرمختیایي پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژوکې د اوبو رسولو شبکو غځول، د ۷۹۰ متره په اوږدوالي د فرعي واټونو پخول او پر څه دپاسه ١٠٠٠ مترو واټونو د کانکریټ اچول شاملېږی چې د ١٢ میلیونو افغانیو په لګښت د خلکو په ١٠ سلنې ونډې سره تطبیقې شوې دي.
د هرات ښاروالۍ مرستیال باختر آژانس ته وویل چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره،   ۵۰۰ کورنۍ په مستقیم ډول ترې ګټه اخلي.
نادري د ښار د پرمختیا او پرمختګ په لاره کې د دغې ناحیې د سیمې د اوسېدونکو له ونډې اخيستنې او مشارکت څخه خوښي څرګنده کړه او په دې لاره کې يې د زیاتې همکارۍ غوښتوونکی شو.
پای/شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته