امنیت

دنورستان ولايت په وانت وايګل ولسوالۍ کې طالبانو ته دسردروند زيان

کابل باختردزمري دمياشتې ٦ مه :
د وسله والو طالبانو دډلې دبهرنيو جګړه مارانوپه ګډون په لسګونو تنه وسله وال طالبان  په نورستان ولايت کې په  نويو جګړو کې ووژل  شول .
دغه جګړې په وانت وايګل ولسوالۍ دطالبانو له خوا د  ډله ييز بريد له  امله رامنځته شوې .
يرغلګرو لومړى غوښتل  هغه پل چې  دنورستان ولايت د وانت وايګل ولسوالۍ   له کونړولايت سره نښلوي  ويجاړ کړي  اوپه  دې کار سره دغه  ولسوالۍ ترخپلې محاصرې لاندې راولي خو بريالي نه شول .
دنورستان ولايت دوانت وايګل  ولسوال رحمت الله رحمتي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړو کې وسله والو طالبانو دسردروند زيان اوښتى دى .
پوځيان  بريالي شول  چې دوسله والو طالبانو دغه بريد په شاوتمبوي  او په  دهغوى په لسګونو تنه وسله وال ووژنې.
ويل کيږي  په دې جګړو کې  درې تنه  پوځيان شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته