کابل – باختر دلړم شلمه
دملي اردو دځواکونو سره په جګره کې پنځه تنه ياغي طالبان ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ. دملي اردو ، ملي پوليسو او دملي امنيت دځواکونو په هغو ګډو چاڼيزو عملياتو کې دلوګر ولايت دخروار ولسوالۍ په مربوطاتو کې تر سره شول پنځه تنه ياغي طالبان ووژل شول . او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
ويل کيږي چې د دوو تنو وژل شويو کسانو مړي دجګړې په ډګر کې پاتې دي .
دغه راز په دغو عملياتو کې يوه اندازه درانده اوسپک جنګي وسايل هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ