امنیت

په جوزجان کې دوو تنو ځان وژنه وکړه

۲۷- کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
په جوزجان پورې اړوند دوو سیمو کې یوې نجلۍ او یو سړی تېره شپه د بېوزلۍ له امله ځانونه زندي کړل.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند مسعود ندیم باختر آژانس ته وویل چې دغه ۲۲ کلنه نجلۍ د شبرغان ښار په ګلستان کلي کې په خپل کور کې هغه وخت ځان زندی کړ چې کورنۍ یې په بېوزلۍ کې شپې سبا کولې.
ندیم زیاته کړه چې په دویمه پېښه کې یو ۵۰ کلن سړی د شبرغان ښار په کوچه ګدام سیمه کې په خپل کور کې ځان زندی کړ.
ویل کېږي دغه سړی زړې اوسپنې پلورلې او له همدې لارې یې خپلې کورنۍ ته نفقه برابروله.
ندیم وویل چې د یادو کسانو مړي روغتون ته استول شوي او په اړوند یې څېړنې پیل شوې دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته