امنیت

په ميدان وردګوکې د وسله والو طالبانو د ډلې روغتون د پوليسو لاس ته ورغى

ميدان ښار باختر د ليندۍ اوولسمه :
د ميدان وردګو په ولايت کې د وسله والو طالبانو د ډلې ډير ستر روغتون پرون د ملي پوليسو لاس ته ورغى .
د ميدان وردګو ولايت پوليسو په هغو چاڼيزو عملياتوکې چې د ميدان وردګو د امنيه قوماندان جنرال احمد فهيم قايم په مشرۍ د دغه ولايت د سيد آباد ولسوالۍ په تنګي دره کې ترسره شول د وسله والوطالبانو د ډلې ډير ستر روغتون چې د جراحۍ عمليات پکې ترسره کيدل؛ ترلاسه کړ.
په دې روغتون کې هغه طالبان چې د لوګر، ميدان وردګو، غزني، پکتيا او د پکتيکا په ولايتونوکې له امنيتي ځواکونو سره په جګړوکې ټپي کيدل تر درملنې  او د جراحۍ تر عملياتو لاندې نيول کيدل .
د دغو عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو د ډلې د څلورو تنو مشهورو قوماندانانو په ګډون څو تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د دښمن د مهماتو سترې ډيپوګانې او د هغو باروړونکي موټرونه هم له منځه يوړل شول او په دغه روغتون کې زيات شمېر طبي تجهيزات ترلاسه شول.
ختم _ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته