سیاست

جمهور رئیس غني د بریتانیا له صدراعظم سره وکتل

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې ١٤مه:
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، پرون د بریتانیا له صدراعظم ښاغلي دیوید کامرون سره د لندن په ښارکې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د اصلاحاتو د راوستلو، سولې او امنیت، سوداګرۍ، د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا په باب خبرې وکړې.
دیوید کامرون په تېرو دوو میاشتوکې د افغانستان د نوي حکومت لخوا د ترسره شویو اقداماتو هرکلی وکړ او له افغانستان سره یې د خپل هېواد د اوږد مهالو مرستو او همکاریو د دوام ډاډ څرګند کړ.
ده جمهور رئیس غني ته وویل چې افغانستان کولای شي پر بریتانیا باندې د یوه مطمئن شریک په توګه حساب وکړي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په تېرو کلونوکې له افغانستان سره د بریتانیا له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه، ويې ویل: افغانستان چمتو دی چې د همکاریو د نوي فصل په پرانیستلو سره له بریتانیا سره خپل مشارکت او همکارۍ ته دوام ورکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته