اقتصاد

دشبرغان د افغان ګازو تصدى: د شمال سيمو د اړتيا وړبريښنا تامينوو

کابلباختردعقرب ٤
د شبرغان د افغان ګازتصدى په پام کې لري د دووګازي توربينونو په درولوسره چې هريو به يې د٢٠٠ ميګاواټو بريښنا دتوليد ظرفيت ولري؛ دهيواد په ځينو شمالي ولايتونوکي د بريښنا انرژۍ د تامينولو زمينه برابروي.
دباختر آژانس دخبر له مخې: دا په داسې حال کې ده چې دجوزجان سرپل ، فارياب او دبلخ شمالي ولايتونو دترکمنستان ، ازبکستان اوتاجکستان له وارداتي بريښنا څخه استفاده کوي.
ددغې پروژې په تحقق سره چې تر٢٠١٦ ميلادي کال پورې به تطبيق شي؛ د بريښنا انرژۍ د تا مينولو له پلوه دشمالي ولايتونو دخلکو اړتياوې لرې کيږي.
دشبرغان د افغان ګازو د تصدى رييس انجنيرمحمدصالح رسنيو ته ويلي دي چې ددغې پروژې مقدماتي کارپيل شوى دى اوڅرګنده يې کړه چې دغه ګازي توربينونه هريو د٢٠٠ ميګاواټو بريښنا د توليد ظرفيت لري او يو ميګا واټ بريښنا د زرو کورنيو اړتياوې لرې کوي.
دغه توربينونه په ٢٤ ساعتونوکې يومليون مکعب متره ګازو ته اړتيالري او ددغو توربينونو دګازو د تا مينولو په خا طردرې څاګانې دجوزجان اودفارياب په ولايتونوکې وکيندل شي.
ددغې پروژې لګښت چې د امريکا دپرمختيايي ادارې له خوا ورکول کيږي؛ ٣٠٠ مليونه ډالره اټکل شوى دى.
ده دغه راز زياته کړه: ددغو توربينونو د اړتيا وړګازو د تامينولو لپاره دليلي دښتې په ساحه کې د ګازو دوه پخواني څاګانې دبيا رغونې په حال کې دي اويوه نوې څاه د فارياب ولايت دجمعه بازار په ساحه کې کيندل کيږي چې له دغو دريو څاه ګانو څخه به په ٢٤ ساعتونو کې يو مليون مکعب ګاز وايستل شي.
دافغان ګازو د تصدى رئيس هيله څرګنده کړه چې ددغو دوو ګازي توربينونو په فعاليدو سره برسيره په دې چې دجوزجان ولايت دبريښنا اړ تياوې تامينيږي؛ دمزارشريف د سرې او بريښنا فابريکې ته هم ګاز ليږدول کيږي اودټولو شمالي ولايتونو داړ تيا وړ بريښنا هم تامينيږي.
دغه پروژه په لومړى پړاوکې دفارياب،جوزجان ، سرپل ، بلخ اودسمنګانو په ولايتونوکې تطبيقيږي او وروسته به پراختيا ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته