سیاست

تبصره:

کابل – دجوزا ١٣
په داسې حال کې چې په هيوادکې د امنيتي مسووليتونو د سپارلو پروګرام به تر يوې بلې مياشتې پورې بشپړ شي؛ دکابل په دوو ګاونډيو ولايتونوکې امنيتي انکشافات د دقت وړ دي چې بايد وڅيړل شي.
دباخترآژانس مبصر ليکي: د هيواد د ملي امنيت شورا په خپلې پرونى غونډه کې د ميدان وردګو او د لوګر د ولايتونو د امنيتي حالاتو په باب غور وکړ، د دغو دوو ولايتونو د امنيتي حالاتو په باب خبرې چې د هيواد د لويديځ اوجنوب په لور دکابل دروازې بلل کيږي، په داسې حال کې کيږي چې په دغو دوو ولايتونوکې جدي امنيتي ستونزې شته، آن چارواکو يې دپاکستانيانو په ګډون د څومليتي طالبانو د شتون خبرې کړې دي.
دملي امنيت شورا د موضوع دحساسيت په پام کې نيولو سره اړوندو ارګانونو ته دنده وسپارله چې په دغو دوو ولايتونو کې دې د امنيت د تامينولو په لاره کې بيړنۍ اقدام وکړي.
په دې کې د شک ځاى نشته چې دهيواد امنيتي ځواکونه له امنيتي چلنجونو سره د مقابلې توان لري او و به کولى شي د لوګراودميدان وردګو په ولايتونوکې امنيتي ګواښونه چې بهرنى عوامل لري؛ د هلمند د سنګين او دقندهارد پنجوايي په ولسواليو کې د  امنيتي ګواښونو په شان لرې کړي. خو په دې ځاى کې خبره په هيواد کې د امنيتي انکشافاتو او دهغو په نسبت د بهرنيو کړيو دغبرګون په باب ده.
تر يوې بلې مياشتې پورې به په هيوادکې د امنيتي مسووليتونو د سپارلو پروګرام بشپړ شي. په تيرو وختونوکې په هغو سيموکې چې امنيتي مسووليت يې له بهرنيو ځواکونو څخه افغانانو ته سپارل شوي دي؛ امنيتي حالت ښه والى موندلى دى او افغان ځواکونه په دې بريالي شوي دي چې ميړانه او زړورتيا وښيي.
په دغه شان حالت کې دى چې د سيمې استخباراتي کړۍ په تحرک لاس پورې کوي او ددغه پروګرام د سبوتاژ په لټه کې کيږي. له شک پرته په پاکستان کې د ديني مدرسو تعطيل او افغانستان ته ددغومدرسو د طالبانو استول په دغه هيوادکې له مثبتو امنيتي انکشافاتو سره تړاو لري.
طالبان په دې لټه کې دي په هغوسيمو کې نفوذ وکړي چې له تبليغاتي پلوه ور ته ارزښت ولري. دغه راز غواړي دا انګيزه پيدا کړي چې ګنې د بهرنيو ځواکونو په نه شتون کې هغوى اوچت لاس لري.
ميدان وردګ او لوګر هغه ولايتونه دي چې له جغرافيايي پلوه له پايتخت سره تړاو لري. دطالبانو او د هغوى د ملاتړو دپاملرنې په مرکزکې ځاى لري. دلته د افغان امنيتي ځواکونو هوښياري اومهارت په کار دى. هغوى دې په امنيتي مسووليت مننې سره په هره ساحه کې بايد ددغو سيمو زيان منوونکو اړخونو ته زياته پاملرنه و کړي او په دې فکر وکړي چې يوازې د امنيتي مسووليت سپارل او د يوې ساحې دفاع ، دکار پاى نه دى؛ بلکې افغان امنيتي ځواکونه دې بايد په بشپړې همغږۍ کې د امنيت د پراختيا په باب تمرکز ولري او د خپل مسووليت ساحه دې پراخه کړي .
هغه څه چې په لوګر اوميدان وردګوکې تيريږي اوپه لسګونو بهرنيو طالبانو په دغوکې نفوذ کړى دى؛ ناڅاپي خبره نه ده؛ بلکې دهغو امنيتي کړيو د تبليغاتي هلوځلو يوه برخه ده چې غواړي وښيي چې هغوى دپايتخت دګاونډيو سيمو په ګډون د افغانستان د هرې برخې دنا امن کولو توان لري او کولي شي کابل وګواښوي. خو هير دې نه شي چې د سياسي او امنيتي پيښو تګلوري طالبان له سياسي تنګسيا سره مخامخ کړى دى. د دغې ډلې زيات شميرکسان په تيره بيا د هغوى د ټيټې اومنځنۍ کچې افراد په دې پوه شوي دي چې جګړه يې د بهرنيانو په ګټه ده او دوى په عملي توګه دخپل هيواد دګټو پرخلاف دريدلي دي. هغه څه چې په وردوج ، سنګين او پنجوايي کې تيرشول؛ د دې کارڅرګندوى دي چې طالبانو هلې ځلې وکړي چې له خپلو امکاناتو څخه زياته استفاده وکړي اوځان ته فرصت او نوم وګټي چې په دې کار بريالي نه شول.
نن ورځ د وسله والو طالبانوترمنځ د افغان کليوالي ځوانانو شتون کمزورى دى؛ که  چيرې دغه شان نه دى؛ ولې په پاکستان کې ديني مدرسې رخصتيږي او طالبان يې افغانستان ته را استول کيږي؟
دا کار د دې څرګندوى دى چې په افغانستان کې د لاسوهنې او تيري اړخونه په بشپړه توګه بهرني عوامل دي. نو دا د افغانستان په دولت او په نړيوالې ټولنې پورې اړه پيدا کوي چې په افغانستان کې د روانو ستونزو بهرنيو اړخونو ته زياته پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته