کابل باختر د سلواغې نهه ويشتمه :؛
پنځه ديرش تنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې ديولړ هوايي او ځمکنيو بريدونو په بهير کې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تيره شپه دننګرهار ولايت په ځينوسيمو کې هوايي او ځمکني بريدونه وشول .
دهېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو يوقوماندان باختراژانس ته وويل چې په نويو بريدونو کې تيره شپه پنځه ديرش تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل په دغو داعشيانو دروداتو ، دربابا ، غني خيلو او دهسکې مينې په ولسواليو کې بريدونه وشول .
درارسيدلو خبرونو له مخې ، په دغو هوايي اوځمکنيو بريدونوکې له وسلو او مهماتو سره يې دداعشيانو څومرکزونو او پټنځي دړې وړې شوي دي .
دوى وايي دهېواد له ختيځ څخه د داعش دټغر تر ټولولو پورې به ددوى بريدونه دوام وکړي .
پوځي مقامات وايي چې ډار اچوونکي دپاکستان داستخباراتو دسازمان په مستقيم ملاتړ د ډيورند دکرښې له لارې افغانستان ته راځي او په ډار اچوونکي بريدونو لاس پورې کوي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيان نن سهار د ننګرهار ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه پنځه ماينونه کشف اوشنډ کړل اودهسکې مينې او دروداتو په ولسواليو کې د جنګي وسايلو ددوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل