امنیت

ديوې ميرمنې دوژنې په تور درې تنه ونيول شول .

کابل باختر د وري پنځمه :
  دجوزجان ولايت دپوليسو منسوبينو پرون ديوې دوه ويشت کلنې ميرمنې دوژنې په تور درې  تنه ونيول
دجوزجان ولايت يوه امنيتي  خبرځاى باختراژانس خبريال ته وويل چې يوه  دوه ويشت کلنه ميرمن  تيره شپه ددغه ولايت مرکز شبرغان ښار کې په مرموز ډول وژله شوې ده .
ده څرګنده کړه دپيښې په اړوند ددغې ميرمنې دميړه  په ګډون درې تنه ددغه ولايت دپوليسو دمنسوبينو له خوا نيول شوي دي اوتراوسه پورې ددغې وژنې علت او انګيزه  معلومه نه ده
تورن کسان دپوليسو تر څيړنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته