امنیت

دوژنې په تور د دوو تنو نيول کيدل.

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٥
دجوزجان پوليسو پرون دوه تنه دوژنې په تور ونيول.
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالحفيظ خاشي باختر آژانس ته وويل چې دشبرغان ښار دحسن آباد دکلي دوه تنه اوسيدونکي دامنيې قوماندانۍ دکشفي ارګانونو له خوا ددغه کلي ديوه اوسيدونکى دوژل کيدو په تور ونيول.
خاشي زياته کړه چې نيول شوي کسان هغه وخت تر څارنې لاندې ونيول شول چې دمقتول کورنۍ ددغو کسانو پرخلاف ددغه ولايت دپوليسو په اداره کې شکايت کړى و.
دجوزجان دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر دڅرګندونو له مخې، د تيرې يوې مياشتې په بهير کې امنيتي او کشفي ځواکونو وکولاى شول . چې څه ناڅه لس تنه مشکوک کسان چې په وژنې ،غلا او دغه ډول په بيلابيلو پيښو کې لاس درلود ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته