کابل باختر د چنګاښ شپاړلسمه :
د داعشيانو دډلې ٢٦ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو له تيرې شپې څخه تر نن سهار پورې د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل: په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت دکوټ ،روداتو او د خوږياڼيو د ولسواليو په مربوطاتو کې د دوى په سنګرونو کې بريدونه شوي دي.
ده وويل: په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهارکې د يولړ چاودنو دترسره کولو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه کړه .امنيتي مامورينو نن سهار د ننګرهار ولايت په ګن ميشتو لاروکې څلور ماينونه کشف او شنډ کړل .
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلو د يوې ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي.
له دغې ډيپو څخه چې دجلال آباد ښار ته څېرمه په يوه پټنځي کې ساتل کيده ، يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
سيمه ئيز مقامات وايي چې داعشيانو د دغه ډيپو له وسلو او مهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .
ختم_ج_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل