امنیت

يوه معترضه اميد واره ښځه چې دطالبانو په عملونه يې اعتراض کړې وه ، په ډزو سره ووژله شوه .

-کابل باختر د وري  لومړي :
وسله والو طالبانو  په سرپل ولايت کې  په يوه صحرايي محکمه کې يوه اميد واره ښځه په ډزو سره ووژله .
دغه ښځه له هغه وروسته  دوسله والو طالبانو له خوا په ډزو سره  ووژل شوه چې په افغانستان کې په بې ګناه خلکو ددغې ډلې  خونړى بريدونه يې غير انساني وبلل .  دسرپل ولايت  دسانچارک ولسوال  نقيب الله دقيق  باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو دغه پنځه ويشت کلنه او اميدواره ښځه پرون  دخلکو په وړاندې په ډزو سره ووژله .
ده وويل  دغې ښځې دوسله والو طالبانو دبريدونو په وړاندې اعتراض کړې وه .
دغې ښځې په يوې امنيتي پوستې دوسله والو طالبانو په بريد کې دڅو تنو طالبانو له وژل کيدو وروسته ويلي و ،  بريد يې نه کاوه چې نه مرداريدل .
وسله والو طالبانو له دغوڅرګندونو وروسته دغه  ځوانه او اميدواره ښځه په سانچارک ولسوالۍ کې دخلکو په وړاندې په ډزو سره ووژله .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته