تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د لویو لارو پرانیستي ساتل، ستر لومړیتوب دى

١٩- کابل/ د مرغومي ۱۰مه/ باختر
له بده مرغه د جګړو له امله د هېواد په یو شمېر سیمو کې لویې لارې تړلې دي او خلک له ګڼو ستونزوسره مخ دي. د لویو لارو پرانیستل او د هغوی د امنیت خوندي ساتل باید یو ستر لومړیتوب وګڼل شي.
د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د رپوټونو له مخې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د جګړو له امله او همدارنګه په ځینو سمیموکې د اقلیمي شرایطو له کبله لویې لارې تړلي دي او خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. که موږ په هېواد کې په تېرو لسیزو کې ټولو رامنځ ته شویو پوځي پرمختیاوو ته کتنه وکړو؛ نو ګورو چې د سولې او ثبات دښمنانو تل د لویو لارو تړلو ته د یوپوځي تاکتیک په سترګه کتلي دي. په ګڼو پېښو کې د ښارونو، ولسوالیواو ولایتونو د ناامنه کولو بهیر په حقیقت کې د لویو لارو له ناامنه کولو پيل شوی دی. د لویو لارو ناامنه کول هم د اړوندو سیمو پر امنیت نېغ منفي اغېز شیندي او هم خلک له ګڼو اقتصادي، سوداګریزو او ټولنیزو ستونزو سره مخ کوي، د ښارونو او کلیو تر منځ، د ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو ترمنځ او دغه راز د پلازمېنې او ولایتونو تر منځ تګ راتګ ستونزمنوي.
ښایي دا مبالغه نه وي چې اوس په ځینو سیمو او په ځانګړي ډول لویو لارو کې دوه ګونی واک چلېږي: یو د افغانستان د قانونی حکومت چې د اساسي قانون له مخې جوړشوی دی او د خلکو د ارادې ښکارندویي کوي او بل د وسله والومخالفانوچې د ټوپک په زور پر لویو لارو او ځینو سیمو واک چلوي. وسله والو مخالفانو په لویو لارو کې پاټکونه جوړ کړي دي، یا یې دا لارې په بشپړ ډول بندې کړي دي، مسافر وړونکو او باروړونکو موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي او یا هم د تګ راتګ اجازه ورکوي؛ خو مسافرین پوښتي، اسناد یې ګوري او له موټره یې کښته کوي. همدارنګه له باروړونکو لاریو محصول اخلي. د باروړونکو لاریو چلوونکي او د سوداګریزو توکیو خاوندان تل شکایت کوي چې دوی دوه ځله محصول ورکوي: یو ځل دولت ته اوبل ځل هم مخالفانو ته.
له بده مرغه ځینی دې ستونزې ته دومره ستر اهمیت نه ورکوي او ډېره عادي یې ګڼي؛ په داسې حال کې چې دا عادي ستونزه نه ده او ګڼ اړخونه لري. له یوې خوا دغه راز حالت د دولت واکمني تر پوښتنې لاندې راولي او د هغې پر نیمګړتیا او کمزورتیا دلالت کوي. دویمه خبره دا ده چې ګڼ خلک پر دغو لارو تګ راتګ ته زړه نه ښه کوي او نه غواړي خپل ژوند په خطر کې واچوي. درېمه خبره دا ده چې دا د اړتیاوړ لومړنیو توکیو پر بیو منفي اغېزه کوي. سوداګر اړ دي چې دوه ګونی محصول هم د توکیو پر بیې ورزیات کړي او دا بیا د کورنیو پر اقتصاد اغېز کوي او هغه کمزوری کوي.
دغو ټکو ته په کتو، د لویو لارو امنیت باید یو ستر لومړیتوب وګڼل شي. موږ د لویو لارو په اړه یوې دقیقې او هراړخیزې ارزونې ته اړتیا لرو. ټولې لویې لارې باید وارزول شي او د ناامنیو کچه یې په ګوته کړای شي او بیا د هرې لویې لارې د امنیت د ټینګولو لپاره اړین او اغېزمن تدابیر ونیول شي. اړوند مسوولین باید دا واقعیت درک کړي چې که د لویو لارو امنیت ټینګ نه کړي او په دې برخه کې بېړني اقدامات ترسره نه کړي؛ نو دا ویره شته چې ښارونه او ولایتونو نور هم ناامنه شي او د ناامنیو څپه داسې حالت او کچې ته ورسېږي چې بیا به یې مهارول ګران او ناشوني وي.
پاى- ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته