فراه باختر دلړم دمياشتې ٢٢ نيټه :
په فراه ولايت کې د وسله والو طالبانو په ډله ييز بريدکې اته تنه پوليسان شهيدان شول.
دغه پيښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د فراه ښار ته څېرمه د پوليسو په يوې پوستې بريد وکړ.
د افغانستان په لويديځ کې يوه جګپوړي امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې د وسله والوطالبانو په دې بريدکې اته تنه پوليسان شهيدان او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
ده وويل: په دې جګړه کې وسله والوطالبانو ته هم د سر زيان اوښتى دى چې دقيق شمير يې نه دى معلوم .
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ