امنیت

دوه تنه طالبان چې پوليسو په يوې پوستې دبريدنيت يې درلود ووژل شول

کابل  باختردکب دمياشتې  ٢٣ :
دوه تنه وسله وال طالبان دفراه ولايت  په بالابلوک ولسوالۍ کې  ووژل شول.
دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندي باختراژانس ته وويل چې دغه دوه تنه وسله وال طالبان تيره شپه دبالابلوک ولسوالۍ  دشوراب خرما په سيمه کې دپوليسو په پوستي  دبريد  له ا مله ووژل شول.
ده زياته کړه  چې د وسله والو طالبانو دوه  وسلې او دوه  موټرسايکلونه هم  دپوليسو
  لاسته ورغلي دي  اوددوو تنو وژل شويو طالبانو مړۍ هم دپوليسو له خوا له ساحې څخه  ليږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته