ټولنه

په ننګرهار کې سلګونو کورنیو مرستې ترلاسه کړې

 کابل / د زمري ۲۰ مه / باختر
په ننګرهارکې پر سلګونو کورنیو بشر دوستانه مرستې ووېشل شوې.
دغه مرستې کورنیو او بهرنیو مرستندویو بنسټونو برابرې کړې وې.
د ننګرهار د مهاجرینو د راستنولو چارو ریاست یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې په دې دوره کې پر ۴۳۰ کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، چای، بوره او صابون شامل دي.
د دغو مرستو زیاتره برخه پر هغو کورنیو ووېشل شوه چې د قرنطین په بهیر کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله یې خپل کارو بار له لاسه ورکړي وو.
پای/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته