سیاست

د ملي تدارکاتو کمېسیون فوق العاده غونډې د امنیتي ځواکونو د اعاشې موضوع وارزوله

 کابل باختر دليندۍ دمياشتې٣٠ نيټه :                                 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون فوق العاده غونډه پرون  له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.                            دجمهوررئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.              په دې غونډه کې پر ملي او بین المللي څارونکو سربېره د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو هم حضور درلود ، د ملي پولیسو  اعاشوي اړتیاو ته د رسیدګي، د اړوندو قراردادي شرکتونو د چارو د ارزونې او دغه راز د کورنیو چارو وزارت د اعاشوي قراردادونو پر ۲۵ فیصده تعدیل بحث او پرېکړه وشوه.                                                           لومړی یې د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د قرارداديانو د کړنو د ارزونې پر راپور چې کورنیو چارو وزارت د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکېنۍ پرېکړې پر اساس چمتو کړی وو، بحث وکړ.                                 د کورنیو چارو  وزیر ویس احمدبرمک د دې وزارت د ارزونو د موندنو، شته ستونزو اوننګونو او ددې وزارت داصلاحي طرحې په اړه معلومات ورکړل.                                                                               دکورنیو چارو وزیر د قراردادنو کمزوری مدیریت،د بودجې دموثر مدیریت نشتوالی، د تادیاتو نامطلوب سیستم، له یوه قراردادي سره د قرار دادونو د زیاتوالي او د محدودو قراردادیانو له لوري د پراخې ساحې پوښښ، د امنیه قومندانیو او لوژستیک مدیریتونو په کچه له فساده زیانمنېدل، د قراردادیانو له لورې د قرارداد مطابق د جنس نه اکمالول، په کورنیو چارو وزارت کې د قراردادونو د څارنې میکانیزم نشتوالی، په ځېنومواردو کې دتخصیص نشتوالی ،په امنیه قومندانیو کې غیر موجه  اضافي لګښتونه، د ولایت مقام  او مستوفیتونو په کچه د تادیاتو په ورکړه کې ځنډ د ستونزو او ننګونو په توګه مطرح کړې.

ده زیاته کړه د پورته موضوعاتو د حل په خاطر لازم تدابېر او اقدامات ترلاس لاندې دي چې له هغې جملې د یو یادوه قراردادیانو دپوښښ ساحې ارزونه او په ۱۳۹۷ مالي کال کې د انحصار ماتول او له هغو قراردادیانو سره قانوني چلند چې د قرارداد مطابق یې د جنس پوره کولو کې اجرات نه دي کړي.                                                     برمک زیاته کړه، دملکي مرستیالانو په صلاحیتونو کې زیاتوالی ، د قراردادونو د تطبیقي او نظارتي سیستم او میکانیزم ایجادول، د سیستم له لارې د تادیاتو ورکړه، د زیاتو لګښتونو کنترول، د بودجې او قرارداد دمدېریت سیستم جوړول، دځانګړې شمېرې له لارې د پولیسو شکایاتو او نظریاتو ته درسیدګي سیستم، دپولیسو راډیويي برنامې او دغه راز په بشري سرچېنو کې بدلونونه له هغې جملې د کورنیو چارو وزارت اصلاحي تدابیر او اقدامات  د هغه تر رهبرۍ لاندې دي.
ملي تدارکاتو کمېسیون په اوسنیو امنیتي شرایطو کې د ملي پولیسو د اعاشې اړتیا ته په کتو د کورنیو چارو وزارت تعدیلي وړاندېز منظور کړ او په عین حال کې یې مشخصې لارښوونې هم وکړې.
د هېواد جمهور رئیس ټینګار وکړ، دملي پولیسو سرتېري چې هره ورځ د ملي اردو او ملي امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او نوامیسو څخه په سنګر کې په مېړانه دفاع کوي، د دوی اړتیاو ته د رسیدګۍ اوسنی وضعیت د منلو وړ نه دی،               بناً کورنیو چارو وزارت باید خپل اصلاحي تدابیر په جدي ډول عملي کړي.
ده د افغانستان د شفافیت څار بنسټ څخه وغوښتل چې د ملي پولیسو او ملي اردو د تماس او شکایتونو مشخصه شمېره ایجاد او ترلاسه شوي راپورونه ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ته وړاندې کړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس زیاته کړه، د اعاشې کیفیت دې په خپله پولیس سرتېري کنټرول کړي اودهغوی د نظریاتو او شکایتونو د درج میکانیزم باید وجود ولري.
ده د کورنیو چارو وزارت مکلف کړ چې د پوستو اړتیاوو له هغې جملې د څښاک اوبو ته پاملرنه وشي.                                               جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د قراردادیانو له لوري کوتاهي او د یو شمېر قراردادیانو له لوري د ژمنو نه پوره کول د اندېښنې وړ دي  او د دغسې قراردادیانو محرومیت به وارزول شي.                          ملي تدارکاتو کمېسیون دغه راز مالیې وزارت مکلف کړ چې د تادیاتو په برخه کې د ولایت دمقام رول و ارزوي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته یې لارښوونه وکړه چې د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتي بستونو د جمعي استخدام بهیر چټک کړي.             سربېره پر دې له کورنیو چارو  وزارت څخه ملي دفاع وزارت ته د سرحدي قوا د بودجې د لېږد په اړه د ملي دفاع وزارت وړاندېز او          د  هغوی د اعاشې د اکمال ترتیب تصویب شو.                                   په دې غونډه کې له اداري فساد سره د مبارزي پارلماني کاکس،          د افغانستان شفافیت څار بنسټ، د ولسي جرګې د مالي، بودجې او اقتصادي کمېسیونونو په ګډون ملي او بین المللي، د افغانستان  د بیارغاونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د څارنې ځانګړې  ادارې (سیګار) او غوڅ ملاتړ سیستیکا څارونکو هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته