امنیت

په پنجشير ولايت کې دسيلاونو دراوتلو له امله مالي تاوان واوښت .

کابل باختر دثور  اته ويشتمه :
په پنجشير ولايت کې پرون دسيلاونو دراوتلو له امله د استوګنې يو شمير کورونه او څه دپاسه سل جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوه .
دپنجشير ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې دتيارى دادارې رييس حشمت الله  بخشي دباختراژانس  خبريال ته وويل چې دپنجشير ولايت دمرکز بازارک په مربوطاتو کې  داورښتونو  او دسيلاونو دراوتلو له امله څه دپاسه سل جريبه کرنيزه ځمکه او داستوګنې يو شمير کورونه ويجاړ اوهم نږدې څلويښت  څاروي له منځه تللي دي .
په دې پيښه کې دميوو بڼونوته هم زيان اوښتى دى .
  بخشي زياته کړه ټاکل شوې ده چې نن يوه اندازه خوراکي توکي اوشړۍ ددغې پيښې په مصيبت ځپلو کسانووويشل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته