فرهنګ

دښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ درسي سيالۍ پيل شوې .

کابل باختر  دکب دري ويشتمه

 دپروان ولايت دځوانانو ترمنځ درسي سيالۍ نن ددغه ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دځوانانو دامريت له خوا پيل شول .

  باختر اژانس  خبر راکړ، دغه سيالۍ دپوهنې دځوانانو دعلمي کچې او دتعليمي اوروزنيزو ظرفيتونو د لوړولو په خاطر پيل شوي دي چې دپروان ولايت دچاريکارو ښار  دحره جلالي  او ددغه ولايت په مرکز پورې اړوند دام سلمه دنجونو دليسو ديرشو تنو ځوانانو پکې ګډون وکړ .

 دغه سيالۍدحکمانوله خوابرابره اعلام شوه  . دپروان ولايت مرستيال شاه ولي شاهد درسي سياليو ترسره کول دځوانانو دپوهاوي دظرفيت  دلوړولو په لاره کې  مثبت او ارزښتناک ګام وباله .

 دغه راز دپروان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس ، دپروان دوالي وياندې  ميرمن روشنا خالد ، داطلاعاتو او فرهنګ رياست دځوانانو دچارو امر حکيم باوري دموضوع په باب خبرې وکړې اوپه راتلونکي کې  يې  ددغه شان درسي سياليو دترسره کولو خبر ورکړ

  په پاى کې غوره زده کوونکو ته سوغاتونه او ستاين ليکونه وويشل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته