امنیت

درې تنه طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل – باختر دليندۍ يو لسمه
په بادغيس ولايت کې په يوه  نښته کې درې تنه طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .په بادغيس کې  امنيتي خبرځاى تاييد کړه چې په دې نښته کې دوه تنه پوليسان شهيدان او دوه تنه  نور يې ټپيان شول.
دبادغيس ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر محمد قيوم انګار باختر آژانس ته وويل : دغه نښتې پرون هغه وخت وشوې چې دپوليسو ځواکونو غوښتل يې دجنګلاتو دمديريت د دوو تنو کارکوونکو مړي دمل منجى له ساحې څخه دبادغيس ولايت دمرکز له مربوطاتو څخه قلعه نو ته وليږدوى چې دطالبانو له کمين سره مخامخ شول چې ددغې پيښې په ترڅ کې درې تنه طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
ده زياته کړه چې په دې نښته کې دوه تنه پوليسان شهيدان او دوه تنه نور يې ټپيان شول.هغه زياته کړه :دغه مامورين دکرنې ادارې پورې مربوط د دولتي دغصب شويو ځمکو دڅيړنې لپاره هغې ساحې ته تللي وو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته