سیاست

جمهورريیس غني د قندهار ولایت د مشرانو او ځوانانو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل

کابل/ د لړم ١٤مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون مازیګر د ویډیو کنفرانس له لارې د قندهار ولایت د مشرانو، متنفذینو، د مدنې ټولنې د فعالانو او ځوانانو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر روکړ:
دوی په دغه ویډیو کنفرانس کې د پوهنې، روغتیا، پانګونې، کرنې، بشري ظرفیت، د اوبو د مدیریت، بای پاس سړک او ښاري انکشافي پلان په برخو کې د قندهار ولایت د خلکو غوښتنې له جمهورريیس سره شریکې کړې.
په پیل کې د قندهار ولایت د عالمانو شورا ريیس مولوي عبیدالله فیضاني د مدرسو جوړلو، د قندهار عالمانو ته د لا زیاتې پاملرنې او خلکو د امنیت د تامین په اړه خبرې وکړې.
وروسته د قندهار ولایتي شورا ريیس سیدجان خاکریزوال د ښوونځیو جوړولو، د پوهنې د تشکیل د زیاتوالي، د سړکونو د بیارغاونې، د روغتیایي کلنیکونو د جوړولو، د ښځو لاسي صنایعو ته د بازارموندنې، د ښوونکو د ښارګوټي د جوړولو، د برېښنا پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا، د سوداګرو د ستونزو د حل، د هوایي دهلیز له لارې د قندهار د میوو او ټولو کرنیزو محصولاتو د صادرولو، د ځوانانو د بې کارۍ ستونزې د حل او د دغه ولایت ځوانانو ته د ماسټرۍ په کچه د تحصیلي بورسیو د برابرولو په برخو کې د قندهار د خلکو غوښتنې بیان کړې.
جمهورريیس غني د دوی د غوښتنو او ستونزو له اورېدو وروسته وویل: د قندهار د برېښنا لین د تمدید کار ۷۰ سلنه بشپړ شوی او د راتلونکي کال د سرطان/چنګاښ په میاشت کې به تکمیل شي.
هغه زیاته کړه: د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا درې پروژې بشپړې شوې دي، همدارنګه د ۹۰ ښوونځیو پر جوړلو کارروان دی او د ۷۰ ښوونځیو کارونه یې بشپړ شوي دي.
جمهورريیس څرګنده کړه: د قندهار د اوبو د مدیریت د ارزونې  پر  بهیر کار شوى او د سېلاوونو د مخنیوي په موخه یو پلاوی قندهار ته ځي.
د هېواد جمهورريیس وویل: د ښاري انکشاف پلان د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی، د قندهار د پوهنې تشکیل به د ولایت د اړتیاو پر بنسټ عیار شي او همدا راز به د راتلونکې کال لپاره د متوازن معارف پراختیا په پام کې ونيول شي او د نجونو د ښوونځیو ودانولو ته به ډېره پاملرنه وشي.
جمهورريیس غني څرګنده کړه: د قندهار ولایت د روغتیا په تشکیل کې تغییرات رامنځته کېږي او د قندهار انکشافي کنفرانس به د راتلونکي کال په پسرلي کې، په کابل کې جوړ شي.
جمهورريیس په هره ولسوالۍ کې د جومات ودانولو ته په اشارې وویل: د عالمانو او د شهیدانو د وارثانو معاش ته به ډېره پاملرنه وشي.
جمهورريیس غني د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو ته د ښځینه و لپاره د لیلیې ودانولو د وړاندیز لارښوونه وکړه او ويې ویل: د لوړو زده کړو شورا له لورې د قندهار ځوانانو لپاره د ماسټرۍ دوه برنامې په پام کې نېول شوې دي.
جمهورريیس وویل: په قندهار ولایت کې د امن خونو جوړولو ته اړتیا ده، د سوداګرو ستونزې دې وارزول شي او د ځوانانو ملاتړ دې وشي.
هغه زیاته کړه: د قندهار خلکو په انتخاباتو کې په خپل ګډون سره د جمهوریت دفاع وکړه.
جمهورريیس د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه وویل: د پوځي عملیاتو په چوکاټ کې بدلون راغلی او د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته زما لارښوونه تل دا وه چې ملکي وګړو ته دې هېڅ راز زیان ونه رسېږي.#
پاى/ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته