امنیت

جمهور رئیس غني: په کابل کې نننی برید د بشریت ضد جنایت دی

-کابل باختر د چنګاښ لسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په کابل ښارکې د میدان وردګ پولیسو د روزنیز مرکز د فارغانو پر لېږدونکو موټرونو نننی ترهګریز برید د بشریت ضد جنایت وباله اود کورنیو چارو وزارت ته یې دستور ورکړ چې د دغه مرکز د فارغانو د انتقال د تصمیم څرنګوالی وارزوي، تر څو د هر ډول بې غورۍ په صورت کې تعقیبي اقدامات ترسره شي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهور رييس ددفترله لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.
جمهور رئیس غني د دغه جنایتکارانه عمل د غندلو پرمهال وویل، د روژې په مبارکه میاشت کې مسلمانان عبادت کوي، خو طالبان برعکس د خلکو په وژلو او د وېرې او وحشت په خپرولو سره نه بښونکی عمل ترسره کوي.
جمهور رئیس د طالبانو دغه وحشیانه جنایت د جګړې په ډګر کې د هغوی د ماتې نښه نښانه وبلله او وې ویل، طالبانو په دې جنایت سره خپله سخت زړي او بې رحمي وښودله.
جمهور رئیس غني په ټول هېواد کې له عالمانو او خلکو څخه وغوښتل چې سبا د جمعې په لمانځه کې د دې غمجنې پېښې قربانیانو ته دعا وکړي او د وحشي تروریستانو د بشري ضد جنایتونو پر وړاندې د جوماتونو د منبرونو له لارې خپل غږ اوچت کړي.
د هېواد جمهور رئیس د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب د شهیدانو کورنیو ته څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د سالمې روغتیا دعا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته