روغتیا

په ايبکو ښار کې قرنطين تمديد شو

 کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر
د سمنګانو په مرکز ايبکو ښارکې قرنطين تر نهو ورځو پورې وغزول شو.
د سمنګانو د والي وياند صديق عزيزي باختر آژانس ته وويل چې په ايبکو ښار کې به  سر له ننه د غبرګولي تر ١٨مې پورې قرنطين دوام وکړي. په دغو ورځو کې واټونه تړلي دي او د خلکو پر تګ راتګ بنديز لګول شوى دى.
هغه زياته کړه چې له درملتونونو او د خوراکي توکو له پلورنځيو پرته په ايبکو ښار کې نور مرکزونه او پلورنځي تړلي دي.
عزيزي زياته کړه چې له راتلونکې اوونۍ وروسته به د کرونايي حالت له په پام کې نيولو سره، قرنطين تمديد او يا هم پاى ته ورسېږي.
د سمنګانو د عامې روغتيا رييس خليل مصدق وايي چې تراوسه په دغه ولايت کې د کرونا ويروس ١٧٩ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې جملې څخه١٠ تنه روغ شوي او دوه تنه هم مړه شوي دي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته