امنیت

۶۱ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.

کابل باختر دمرغومې پنځه ويشتمه
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دولت ۶۱ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
باختر اژانس د ملي دفاع وزارت د خبر پاڼې له خولې خبر راکړ چې  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې  د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د ترسره شويو عملياتو په بهير کې د ۸ تنو قوماندانانو او دوه تنو پاکستانيانو په ګډون ۳۷ تنه وسله وال مخالفين  ووژل شول، ۲۴   تنه ټپيان او پنځه تنه نور مشکوک کسان ونيول شول .
دغه  ګډ عملیات د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي ځواکونو په ملاتړ د  کونړ، کاپیسا ،  ارزګان،  هرات ، کندز  ، بغلان او  دهلمند د ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې ترسره شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته