امنیت

د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان ووژل شو

کابل– باختر د زمري دمياشتې ٢٠
د وسله والوطالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان له شپږو تنو ملګرو سره يې تيره شپه د ميدان وردګو په ولايت کې ووژل شو.
د ميدان وردګو د والي ويندوى عطا الله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل: د طالبانو يو قوماندان زرقاوي له شپږوتنو ملګرو سره يې د ميدان وردګو ولايت د نرخ او چک په ولسواليوکې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو او شپږ تنه نور طالبان ټپيان شول .
خوږياڼي زياته کړه: ددغو نښتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي.
دغه راز د ميدان ښار د ده حيات په سيمه کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د طالبانو يوه اندازه سپک او درانده وسايل دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته