امنیت

دبغلان له ولايت سره دتخنيکي وسايطو مرسته .

کابل باختر د وږي  اووه ويشتمه :

دجاپان هيواد له خوا دبغلان ولايت دفوايد عامې له رياست سره دتخنيکي ماشين الاتو مرسته وشوه .

  دبغلان ولايت دفوايد عامې رييس انجنير صبغت الله کاظمي  ددغه خبر په بيانولو سره دباختراژانس خبريال ته وويل دتخنيکي ماشين الاتو په دې مرسته کې يولودر ،  يوګليدر ، يو اسکواتور او يودمترک شته چې ددرې سوه زرو امريکايي ډالرو  په ټوله بيه دجاپان هيواد له خوا دبغلان ولايت دفوايد عامې رياست په واک کې ورکړى شوه .

  دبغلان ولايت دفوايد عامې رييس دکاري وسايلو دکمښت اونشتوالي له امله درامنځته شويو ستونزو دلرې کولو په کارکې ددغو تخنيکي سامان الاتو مرسته مهمه او اساسي وبلله اوزياته  يې کړه چې ددغې ادارې تخنيکي وسايط دزياتو کلونو په تيريدو سره استهلاک  او له کاره وتلي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته