نړۍ

د پاکستان په پنجاب ايالت کې له مرګانۍ چاودنې وروسته نوي چاويدونکي توکي کشف شول

لاهور دي دان – باختر د لړم دمياشتې ١٢
له هند سره پولې ته څېرمه د پاکستان د لاهور ښار په واګه سيمه کې د تېرې شپې له ځانمرګي بريد څخه نږدې يوه ورځ وروسته د پاکستان امنيتي ځواکونو په دې سيمه کې د چاويدونکي کمربند او واسکټ په ګډون يوه اندازه نوي چاويدونکي توکي کشف او شنډ کړل.
تېره شپه په واګه سيمه کې د ځانمرګي بريد له امله څه ناڅه ٦٠ تنه ووژل شول او کابو ١١٠ تنه نور ټپيان شول.
د پاکستان امنيتي خبرځايونو نن وويل چې د تيرې شپې دچاودنې سيمې ته څېرمه د پلټنې عملياتو په بهيرکې يوه زياته اندازه چاويدونکي توکي او يو شمېر چاوديدونکي واسکټونه او کمربندونه کشف او شنډ شول او په دې سيمه کې د بلې مرګانۍ چاودنې د احتمال مخه ونيول شوه.
د پنجاب ايالت وزير اعلى شهباز شريف پرون له دغې مرګانۍ پيښې وروسته د تحقيقاتو د ترسره کولو امرصادر کړ او په مذهبي مراسمو د هر راز تروريستي بريد د مخنيوي لپاره يې د عاشورا په مراسمو کې د زياتو څارنو غوښتنه وکړه.
ديوبل خبرله مخې: ١٢ زره تنه امنيتي ځواکونه نن د پاکستان په پايتخت اسلام آباد ښارکې د محرم الحرام د مياشتې د لسمې د عاشورا د ورځې د درناوى د مراسمو د امنيت د تامينولو لپاره ځاى پرځاى شوي دي چې دغه مراسم په امن فضا کې پرځاى شي او د هر راز احتمالي بريد مخه ونيسي.
دغه راز د دغه ښار په ټولو روغتونونوکې بيړنى حالت نافذ شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته