نړۍ

په پاکستان کې د چاودنې له امله ٣٠ تنه ووژل شول

پيښور- رويترز –باختر د وږي دمياشتې ٢٧
د سيمه ييزو مقاماتو د څرګندونو له مخې، د خيبرپښتونخوا ايالت د مومندو ايجنسۍ په يوه جومات کې د ځانمرګې بريد له امله څه ناڅه ٣٠ تنه ووژل شول.
په دې بريدکې چې د جمعې د لمانځه د ادا کولو په وخت کې وشو؛ ٢٠تنه نور ټپيان شول.
د پاکستاني طالبانو څانګې جماعت الاحرار د دغه بريدمسووليت په غاړه اخستى دى.
د جماعت الاحرار پوځي مليشه ډلې ويلي دي چې له دغه بريد څخه د دوى هدف د سيمه ييزو قبايلي شيخانو وژل وو چې د طالبانو پرخلاف جنګيدل او د دولت له خوايې ملاتړ کيده .
يو سيمه ييز مقام نويد اکبر د رويټرز خبري آژانس ته وويل چې يرغلګر له چاودنې مخکې د (الله اکبر) غږ پورته کړى و .
پاکستاني طالبانو په وار وار د دغه هېواد په شمال لويديځ کې په محکمو، مدرسو او جوماتونو بريدونه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته