امنیت

په روزګان کې د لسګونو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کا بل/ باختر/ دکب د مياشتې ۲۱ مه
په روزګان ولايت کې د پوځيانو په بريدونوکې په لسګونو تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
پر دغو وسله والو طالبانو د تيرې شپې په بهيرکې د دغه جنوبي ولايت په مرکز ترينکوټ ښار په شاوخوا کې هوايي او ځمکني بريدونه وشول .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې د پوځيانو په دغو هوايي او ځنمکنيو بريدونوکې د دغې ډلې د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون ٣١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او په لسګونو تنه نور يې ټپيان شول.
ده وويل: پر دغو طالبانو د ترينکوټ ښار په مربوطاتو کې د هغوی په پټنځايونو کې بريدونه وشول.
په دغو بريدونوکې د وسله والو طالبانو پنځه پټنځي له جنګي وسايلو سره يې له منځه لاړل.
د يوبل خبرله مخې:
په روزګان ولايت کې د يو لړ چاودنو د رامنځته کېدو مخه ونيول شوه.
  امنيتي مامورينو نن سهار د دغه ولايت په ګن مېشتو لاروکې ٦ ماينونه کشف او شنډ کړل .
  ختم_ شکريه_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته