ټولنه

په نورستان کې دطبيعي پيښو له زيانمنو شويو کسانو سره مرسته وشوه

کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ٢٠ :
په نورستان ولايت کې دواورې د وروستيو اورښتونوله شهيدانو او ټپيانو سره  
نغدي  او دخوراکي توکو مرسته وشوه .
دنورستان والي حافظ عبدالقيوم باخترآژانس ته وويل ؛ د نورستان ولايت ته دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمد اشرف غني  له سفر  او ددغه ولايت  له مصيبت ځپلوسره له  غمشريکۍ  وروسته دواورې دوروستيو  اورښتونو  دشهيدان  له کورنيو اوټپيانوسره نغدي او دخوراکي توکو مرسته وشوه .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې :   دهر شهيد له کورنۍ سره پنځوس زره افغانۍ اوله هر ټپي سره شل زره افغانۍ  مرسته شوې ده .
ده دغه راز وويل  له هغو  کورنيوسره  چې دواورې داورښت له امله يې  کورونه ويجاړ شوي  وو سل زر افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
ده دغه راز څرګنده کړه چې په نورستان ولايت کې دطبيعي پيښو له زيانمنو شويو کسانو سره دخوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وشوه  چې  دکليو دبيا  جوړولو اوپراختيا درياست  او مرستندويو موسسو له خوا برابر شوي و.
ديادونې وړ ده چې  دبرګ مټال په و لسوالۍ کې  د واورې   د وروستيو اورښتونوله امله  ٥٩ تنه شهيدان  او دښځو او ماشومانوپه ګډون ٢٨ تنه نور ټپيان شوي دي او  ٧٢ کورونه تر واورو لاندې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته