کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
دملي دفاع وزارت دملي اردو دشپږوتنو سرتيرو مړينې دڅرنګوالي دموضوع د روښانولو لپاره دخوست ولايت ته يو هيت واستاوه.
دملي دفاع وزارت ويندوي جنرال عظيمي باختر آژانس ته وويل :
دغه وزارت وپتيله چې دملي اردو دشپږو تنو سرتيرو دمړينې موضوع د زياتې څيړنې لپاره چې ويل کيږي د ډبرو سکرو د دود دمسموميت له امله له منځه تللي دي ، څيړنې او تحقيق وکړي.
د عظيمي دڅرګندونو له مخې ، د ملي اردو شپږ تنه سرتيرې دافغانستان په ختيځ
خوست ښار صحر ا باغ سيمه کې دملي اردو په يو جزو تام کې د ډبرو سکرو د دود دمسموميت له امله وژل شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ