سیاست

دمشرانو جرګې ددارالانشا رييس ديوسايدي له مسوول سره وکتل

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه
  دمشرانو جرګې ددارالانشا لوى رييس محمد کاظم  ملوان نن ديوسايدي  دسياسي چارو او ددموکراسي او حکومتوالي دانتخاباتو له مسوول سره دخپل کار په دفتر کې وکتل .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ: په کتنه کې دمشرانو جرګې ددارالانشا رييس دافغانستان له خلکو سره دنړيوالې ټولنې دمرستو له امله دقدرداني په ترڅ کې، دپارلمان دکړو وړو په باب ده ته معلومات ورکړل او ويې ويل سره له دې چې تر يوې اندازې پورې دمجلس غړو اوکارکوونکو ښه کاري تجربه ترلاسه کړې ده خو لاتراوسه پورې هم احساسيږي چې دهيواد په دننه اوبهر کې دمشرانو جرګې غړو او دهغې ددارالانشا کارکوونکو ته دلنډ مهالو مسلکي ورکشاپونو دجوړولو او د روزنيزو سفرونو  زمينه برابره شي چې دوى وکولى شي په ښه توګه په خپلو کارونو کې عمل وکړي .
په مقابل کې ديوسايدي دسياسي چارو او دحکومتوالي مسوول دخبرو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې په تخنيکي  مواردو کې به له ملي شورا په تيره  بيا له مشرانو جرګې سره همکاري وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته