ټولنه

دهرات دمطالعاتي تګلورى پروګرام پيل شو .

کابل باختر د چنګاښ ١٢مه :
دهرات دمطالعاتي تګلوري  پروګرام  نن  دهېواد  دڅو مهمو او کليدي ښارونو دښاروالانو په ګډون په هرات ښار کې پيل شو .
په دې دوه ورځني پروګرام کې  دهرات ، کندز ،  محمود راقي ،بازارک ، باميانو ، شيرخان بندر ، خلم ، بلخ ، اقچې ، قره با غ  ، دکوهستان دلومړۍ برخې او دنجراب  ښاروالانو ګډون کړي و .
دهرات والي  عبدالقيوم رحيمي  ددغه پروګرام  د جوړېدو هرکلي وکړاو  دښاري چارو  دسمون په لاره کې يې دهرات ښاروالۍ  هلې ځلې  وستايلې . او دمهمو ښارواليو ترمنځ همغږى يې دتجربو په راکړه ورکړه کې مهمه او حياتي وبلله .
دهرات دوالي دڅرګندونوله مخې ،  دښارواليو ترمنځ دهمکارۍ او همغږۍ دکچې  زياتوالى  به  دښارونو دپراختيا او پرمختګ سبب شي . 
دغه لوړرتبه دولتي مقام په عين حال کې ټينګار کوي چې په ښارونو کې بايد کاري فرصتونه رامنځته شي .
دمولدينو ملاتړ وشي او له هېواد څخه بهر ته  دکورنيو توليداتو دصادراتو زمينه برابره شي .
دهرات والي ښاروالانو ته دزيات نوښت او خلاقيت  لارښوونه وکړه او ټينګار يې وکړ  چې  دښاري خدمتونو دکيفيت  لوړوالى دخلکو  درضايت  سبب کېږي .  دغه راز  دهرات ښاروال  غلام حضرت مشفق  هم ددغې غونډې  داغېزمنتوب  ډاډ ورکړ او ويې ويل چې په دې دوره ورځنۍ غونډه کې دښاري  پرمختيا  دمهمو موضوعګانو په باب  خبرې اترې کېږي .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته