سیاست

دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسوولان وايي چې تراوسه پورې کابو اووه مليونو تنو دانتخاباتو لپاره نومونه ليکلي دي .

کابل باختر د چنګاښ  دريمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسوولان وايي  چې په ټول هېواد کې د راي ورکولو دنوم ليکنې  دبهير له پيل څخه تراوسه پورې اووه مليونه  تنو نومونه ليکلي دي  خو دهېواد په ځينو سيمو کې دنوم ليکنې د مرکزونو دتړلتيا  په دليل خلک له نوم ليکنې څخه بې برخې پاتې شوي دي . 
دباختراژانس خبريال ليکي  هغه ارقام چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له خوا اعلام شوي دي ښيي چې دهغو کسانو شمير چې تراوسه پورې يې دهېواد په ګوټ ګوټ کې نومونه ليکلي دي کابو اووه مليونو تنو ته رسيږي .
دمسوولانو دڅرګندونوله مخې، له دغو ارقامو څخه څلور مليونه پنځه سوه  دوه څلويښت زره څلور سوه نهه تنه نارينه او دوه مليونه  دوه سوه نهه نوي زره نهه سوه  دوه تنه ښځې دي او دغه راز يوسلو ديارلس زره شپږ سوه  څوارلس  تنه کوچيان او اته سوه  اته شپيته تنه يې هندوان دي .
  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دزماني جدول پربنسټ دراى ورکوونکو دنوم ليکنې دوه پړاونه  چې دروان کال  دوري دمياشتې له پنځه ويشتمې نيټې څخه دولايتونو په مرکزونو او ولسواليو کې پيل شوي و ، دغبرګولي دمياشتې په دوه ويشتمه نيټه پاى ته ورسيدل او په کليو اوبانډو کې دراى ورکوونکو دنوم  ليکنې بهير به دچنګاښ دمياشتې تر پنځلسمې نيټې پورې  دوام ومومي .
خو داپه داسې حال کې ده چې په ځينو سيمو کې لاتراوسه پورې هم دنوم ليکنې مرکزونه په بېلابېلو دليلونو تړلي پاتې دي  او خلک دنوم ليکنې  له بهير څخه بې برخې دي چې له دې جملې څخه دزابل ولايت اوسيدونکي وايي چې ددغه ولايت په ولسواليو کې دنوم ليکنې  په سلو کې  پنځوس مرکزونه تړلي دي .
دزابل ولايت يوشمير اوسيدونکي  ټينګار کوي چې ددغه ولايت په زياترو سيمو کې لاتراوسه پورې  هم دنوم ليکنې مرکزونه  فعال  شوي نه دي دمثال په ډول  دزابل ولايت دخاک افغان او ددايچوپان ولسوالۍ  چې ددغه ولايت ګڼ ميشتې ولسوالۍ دي دانتخاباتو دخپلواک کميسيون کارکوونکي ددغو ولسواليو اړوندو سيمو ته  نه دي تللي او يا حساس انتخاباتي مواد نه دي ليږدول شوي .
  خو دزابل ولايت دانتخاباتو دکميسيون مسوولان ټينګار کوي کله چې په دغو سيمو کې امنيتي ستونزې حل شي موږ تياريو په هغو ټولو سيمو کې چې خلک له نوم ليکنې  څخه بې برخې  پاتې شوي دي دنوم ليکنې مرکزونه فعال کړو او موږ په بشپړه  توګه خپل تيارې لري .
   په همدې حال کې دننګرهار ولايت مسوولانو ويلي دي چې د ديرشو تنو ميرمنو په ګډون اووه سوه  تنو  ځانونه دولسي جرګې  او ددغه ولايت دولسواليو دشوراګانو لپاره  نوماند کړي دي خو ددغه ولايت په پنځلسو ولسواليو کې دولسواليو  دشوراګانو دانتخاباتو لپاره هيڅ يوې ميرمنې ځان نه دى نوماند کړې .
دننګرهار ولايت دانتخاباتو کميسيون ددفتر مسوول ويلي دي چې داتلسو تنو  ميرمنو په ګډون  ١٤١ تنو ځانونه ولسي جرګې او ددولسو ميرمنو په ګډون  ٥٥٦ تنو ځانونه دولسواليو دشوراګانو لپاره نوماند کړي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته