امنیت

يو پوځي چې په تروريستي پيښو کې يې لاس درلود ونيول شو

کابل باختر دوري  دمياشتې ٤
هغه سړى چې ويل کيږي په زياترو تروريستي پيښو کې يې لاس درلود په پکتيا کې دپوليسو له خوا ونيول شو.
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخيل دباخترآژانس خبريال ته وويل : ريدي ګل چې ويل  کيږي  يو پوځي  دپکتياولايت دسيدکرم ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى دى   ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دپوليسو له خوا ونيول شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل :  دغه پوځي په دغې ولسوالۍ  کې  په زياترو تروريستي   او ورانکارو پيښو کې لاس درلود  او يو دتروريستي پلان دطرحه کولو په وخت کې ونيول شو.
خبرځاى  زياته  کړه  :  له  ده  څخه څيړنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته