امنیت

دملي شورا امنيتي منسوبين وستايل شول .

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
دولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي اودبدخشان ولايت وکيلې  نيلوفر ابراهيمي  نن دملي شورا امنيتي پرسونل وستايل  شول . 
دولسي جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په هغې غونډه کې  چې په همدې مقصد جوړه شوې وه  دولسي جرګې  رييس عبدالروف ابراهيمي  په ملي شورا کې دطالبانو دډله ئيزو بريدونو په شنډولو کې  دملي شورا دامنيتي پرسونل  صادقانه فعاليت  اوکړه وړه  دقدر وړ وبلل .
ده دغه راز څرګنده کړه چې  په ملي شورا دافغانستان  د دښمنانو دبريدونوپه  شنډولو کې دعيسي خان  سرښندنه دقدر وړ نه بلکې دملي شورا ټول پرسونل او دهيواد هغه سرتيري  او قطعات چې دهيواد ددفاع لپاره خپله وينه تويوي  دقدر وړ دي .
په همدې حال کې دبدخشان ولايت وکيلې  نيلوفر ابراهيمي   خپل يومياشتې معاش  په ملي  شورا  دطالبانو دډله ئيزو بريدونو په شنډولو کې  دپوليسو دافسر عيس خان او دملي شورا دنورو امنيتي منوسبينود ميړانې او سرښندنې  په درناوي ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته