امنیت

دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

کابل / باختردسلواغې دمياشتې٢١نيټه :   
د بغلان ولايت پوليسو دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت د باختر آژانس خبريال        ته وويل چې دغو کسانو غوښتل ۲۲ کيلوګرامه نشه يي توکي کابل ته ولېږدوي، د بغلان ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو او د دوشي ولسوالۍ د پوليسو په همکارۍ ونيول شول.
ده وويل: په دې اړوند تحقيقات دوام لري.
پاى سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته