امنیت

په سرپل کې د دولت د يوسلو لسو تنو مخالفينو مرګ ژوبله

کابل باختر د ثور  څلورمه :
د سرپل ولايت په مربوطاتوکې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا د عمري په نامه د عملياتو له پيل څخه تراوسه پورې د دولت ١١٠ تنو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
  د سرپل ولايت امنيه قوماندان عبدالقيوم باقي زوى دباخترآژانس خبريال ته خبر ورکړ: د عمري په نامه د دولت د وسله والو مخالفينو عمليات له لسو ورځو را پديخوا ددغه ولايت د سنچارک، سوزمه کلا او صياد د ولسواليو او د دغه ولايت د مرکز په مربوطاتوکې دوام لري چې د افغان امنيتي ځواکونو له  مقاومت او له وګړني پاڅون سره مخامخ او په پاى کې تراوسه پورې ٤٠ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ٧٠تنه نور يې ټپيان شوي دي.
ښاغلي باقي زوى زياته کړه: په دغو نښتوکې د هغوى شل موټرسايکلونه او يوه اندازه جنګي وسايل هم له يوشمېرمړيو سره دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي.
دغه راز د سرپل ولايت امنيه قوماندان څرګنده کړه: افغان ګډ امنيتي ځواکونه  د دولت د وسله والومخالفينو د بريدونو د شنډولو لپاره بشپړ چمتو والي لري او خلکو ته ډاډ ورکوي چې د دولت د وسله والو مخالفين له تبليغاتو پرته له امنيتي ځواکونو سره مخامخ کيدو مجال نه لري او د دغه ولايت  د حريم او د خپلو خلکو دفاع او ساتنه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته