خبرونهفرهنګ

د ګرځندوى رياست درېو توريستي شرکتونو ته د فعاليت جواز ورکړ

کابل / د غبرګولي ٢۴مه / باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی رياست نن په کابل، قندهار او تخار پورې اړوند درېو توريستي شرکتونو ته د فعاليت جواز ورکړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی رييس مرتضی عزيزي د کابل، قندهار او تخار سياحتي شرکتونو مسوولينو ته د دغو جواز ليکونو د وېش په وخت کې وويل: له دې وړاندې د سیاحتي شرکتونو د جواز د ثبت او صادرولو بهير د افغانتور شرکت له لارې ترسره کېده.

هغه زياته کړه: د ګرځندوى رياست د دندو د لايحې له مخې؛ د روان کال د غويي له ٢٢ مې څخه د توريستي شرکتونو د فعاليت جواز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى رياست له لارې ترسره کېږي.

عزیزي زياته کړه چې دغه رياست د خصوصي برخې غوښتونکو ته د فعاليت جواز د صادرولو بهير د آسانه کولو او هغوى ته د لازمو اسانتياوو د برابرولو په لټه کې دى.

د ګرځندوى رييس څرګنده کړه چې د خصوصي برخې د ودې په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی معينيت ستراتيژيک او ملاتړيز پروګرامونه ترلاس لاندې لري چې د ګرځندوی په برخه کې د پانګونې له فرصتونو څخه په استفادې سره، د عوايدو د زياتوالي، کارموندنې او کورنيو او بهرنيو سيلانيانو ته د هېواد د اصيل فرهنګ د معرفي کولو په خاطر د ګرځندوی صنعت له ښيګڼو څخه استفاده پکې شامله ده.

ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته