کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٩
يوه اووه کسيزه ډله ډار اچونکي پرون په قندهار ولايت کې دملي امنيت دځواکونو له خوا ونيول شول.
د قندهار ولايت دملي امنيت د رياست يو خبرځاى باختر آژانس ته وويل :
دغه اووه کسيزه ډله ډار اچوونکې چې د قندهار ښارته څيرمه په تروريستي او ورانکارو فعاليتونو بوخت و دملي امنيت دځواکونو له خوا ونيول شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : دغو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې اعتراف کړى دى چې دوې له زياتې مودې راپه دې خوا په قندهار کې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ